
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
یو افغان په بریتانیا کې د پارلمان د یوه غړي د وژلو د ګواښ په تور محاکمه کېږي.
د بریتانیا یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې شپږ ویشت کلن فیاضخان، چې د افغانستان اصلي اوسیدونکی دی. د بریتانیا د پارلمان غړی نایجل فاراژ یې په مرګ ګواښلی، چې له امله به ژر محاکمه شي.
راپورونه وایي چې دا افغان تبعه تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم د پولیسو له خوا نیول شوی و، خو وروسته په ضمانت خوشي شوی.
ټاکل شوې چې فیاضخان سبا (جمعه، ۲۲ حمل) د لندن په یوه محکمه کې حاضر شي.
هغه تورن دی چې تېر کال یې د څو ویډیوګانو له لارې نایجل فاراژ ته د مرګ ګواښ کړی دی.