افغانستانخبرونه

طالبان په نیمروز کې یو کس اعداموي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د نیمروز ولایت محکمې ویلي، چې سبا به په عام محضر کې یو تن باندې د دوی لخوا د اعدام حکم تطبیق کړي.

دوی ویلي، چې یاد حکم په یوه قاتل تطیق کیږي، خو په دې اړه یې زیات وضاحت ندی ورکړی.

د طالبانو د نیمروز محکمې ویلي، ټاکل شوې چې د دې قاتل پر وړاندې د قصاص حکم سبا، جمعه، د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ورزشي لوبغالي کې پلي شي.

طالبانو تر دې وړاندې په پکتیکا کې هم ورته یو حکم تطبیق کړی وو.