افغانستانخبرونه

د طالبانو د دفاع وزیر قطر ته تللی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د طالبانو د حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د حکومت ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر هېواد ته په رسمي سفر تللی.

مجاهد زیاته کړې چې مولوي یعقوب د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي.

مجاهد وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو بحث اوخبرې وشوې او له قطر سره د طالبانو په همدردۍ او ملاتړ ټینګار وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې قطر پرون د اسرائیلو له برید وروسته د اسلامي او عربي هېوادونو د استازو د بېړنۍ غونډې کوربه و.