افغانستانخبرونه

طالبان افغانستان له خپلو نړیوالو ژمنو لرې کوي 

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت ، د یوناما د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون په اړه د راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا راپور ښيي طالبان هغه لاره تعقیبوي، چې افغانستان له خپلو نړیوالو ژمنو لرې کوي. 

هغه نن (جمعه، ۲۲ وری) په ایکس کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) راپور د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر د سرکوونکو او تبعیضي قوانینو په اړه نور معلومات او تحلیل وړاندې کوي، چې پر ټولو افغانانو، په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو، زیانمنې اغېزې لري». 

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پرون د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د تطبیق د پایلو په اړه یو راپور خپور کړ. 

دا راپور همدارنګه ټینګار کوي، چې د دې قانون پلي کولو پر افغانانو مستقیم او غیرمستقیم اقتصادي او ټولنیزې اغېزې کړې دي. 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.