افغانستانخبرونه

تېر کال د څه باندې ۳۲ زره ټنه انځور له افغانستانه صادر شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې څه باندې ۳۲ زره ټنه اینځر چې د ۱۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت و، صادر شوي دي.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،‎ دغه اینځر په ډېره کچه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، برېټانیا، کاناډا او هالنډ ته صادر شوي دي.

اینځر د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې کرل کېږي، خو زیاتره یې د کندهار، هلمند، فراه او زابل په ولایتونو کې تولیدېږي. دا مېوه، چې هم تازه او هم وچه صادریږي، نه یوازې اقتصادي ارزښت لري بلکې د کلیوالو کروندګرو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه هم ده.

افغانستان له پخوا راهیسې د وچو مېوو، په ځانګړې توګه اینځر، زردالو، کشمش، بادام او جلغوزیو د تولید او صادراتو له امله شهرت لري. د دې هېواد وچ اقلیم، لوړې ارتفاعات، عضوي کرنه او د کیمیاوي سرې لږ استعمال، افغان مېوې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښتمنوي.