
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ۳۷۴ راستنېدونکو کورنیو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې.
د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخوا په دې اړه جوړه شوې غونډه کې په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتوا فغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي.
طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني هم په ګاونډیو هېوادونوکې دافغانانو سره ناسم چلند وغانده.
چارواکو وویل چې په دغه ښارګوټی به د ژوند ټولې اړینې اسانتیاووې ولري او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې چارې بشپړې شي.
د یادونې وړه ده چې له شاوخوا لسو وروځو راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو لړۍ پیل کړې او در دې دمه یې زرګونه کسان را ویستلي دي.