راپورونه

روسیې د اوکراین یو “اف-۱۶” جنګي الوتکه او ۲۰۰ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسيې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی هوايي دفاع سیستم په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اوکراین یوه اف-۱۶ جنګي الوتکه او له ۲۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «د روسيې هوايي دفاعي سیستم  د اوکراین یوه اف-۱۶ جنګي الوتکه، اته JDAM لارښوونکي بمونه، اووه د امریکا هیمارس توغندي او ۲۰۷ ثابت وزر لرونکې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.»

د روسيې دفاع وزارت د شمېرو له مخې، د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د روسيې پوځ په ټولیزه توګه ۶۶۱ جنګي الوتکې، ۲۸۳ هلیکوپټرې، ۵۱۳۳۵ بې پیلوټه الوتکې، ۶۰۱ هوايي دفاعي سیستمونه، ۲۲۸۱۷ ټانکونه او نور زغره وال وسایط، ۱۵۳۵ څو اړخیزه توغندي ویشتونکي سیستمونه، ۲۳۵۵۶ توپونه او هاوانونه او ۳۴۰۴۸ ځانګړي پوځي موټر ویجاړ کړي دي.

د روسيې دفاع وزارت دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر «ایهور کلیمنکو» څو ساعته مخکې د روسيې د بالستیک توغندي برید د تلفاتو په اړه خبر ورکړی و، چې د اوکراین په شمال کې د سومي ښار په مرکز کې یې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي او ۸۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» دا برید، چې ویل کېږي په روان کال کې پر اوکراین یو له مرگبارو بریدونو څخه دی، غندلی او د مسکو پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښتنه کړې ده.

زلنسکي له امریکا او اروپايي هېوادونو غوښتي چې د هغه په وینا د «ترهګریز برید» په غبرګون کې له روسيې سره سخت چلند وکړي.