
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د نیمروز ولایت څخه سرچینو د دې ولایت د یوه اوسېدونکي د اعدام خبر ورکړی دی.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې ویلي چې دغه ځوان رحمتالله نومېده او شاوخوا یو کال مخکې دایران په زاهدانو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.
سرچینو تائید کړه چې د رحمتالله علیزهي د اعدام حکم د نورو درېو تنو سره یوځای نن سهار اجرا شوی دی.