افغانستانخبرونه

طالبانو خوست ولایت کې ۱۱ کسان په دُرو وهلي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، د درېیو ښځو په ګډون یې ۱۱ کسان په خوست ولایت کې په عام محضر کې په دُرو وهلي.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون درېيو کسانو ته د زنا په تور او د دوو ښځو په ګډون اته کسانو ته د نامشروع اړیکو، د شعائرالله توهین، رشوت او دروغ راپور ورکولو په جرمونو؛ په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې لیکلي، ابتدائيه محکمې یاد کسان له دوو تر پنځو کالو پر تنفيذي بند او له ۳۵ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو په درېیو ولایتونو کې پر څلور کسانو د قصاص حکم پلې کړ.