خبرونهنړۍ

د خیبر چارواکي: تېرو ۱۲ ورځو کې نږدې ۳۰ زره افغانان خپل هېواد ته لیږل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا چارواکی وایي، په تېرو ۱۲ ورځو کې ۲۹ زره اوه سوه څلور څلوېښت افغانان له دغه هېواد څخه خپل هېواد ته لیږل شوي.

د خیبر مرستیال کمېشنر ارشاد خان مومند ویلي، چې څلور زره درې سوه څلور اتیا نور افغانان هم د تورخم لارې استول شوي، چې د دوی په منځ کې ۱۴۸۰ تنه په دغه هېواد کې په غیر قانوني ډول مېشت وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې.

که څه هم نړیوالې ټولنې او طالبانو په دغه ډول د افغان کډوالو ویستلو باندې نیوکې کړي، خو پاکستان دغه چارې ته دوام ورکړی.