
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې د عمان په کوربتوب او منځګړیتوب د ایران او امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې پیل شوې.
دغه رسنیو زیاته کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په منځګړیتوب پیل شوې.
د را پورونو له مخې؛ دا خبرې اترې د عماني کوربه لخوا په ټاکل شوي ځای کې ترسره کېږي، چې د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو استازي په جلا تالارونو کې ځای پر ځای دي او دواړه لوري خپل نظرونه او دریځونه د عمان د بهرنیو چارو وزیر له لارې یو بل ته لېږدوي.
تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ویاندې ویلي و، چې ایران به یا خبرو ته کیني او یا به یې په وړاندې نظامي اقدام ترسره کیږي.