افغانستانخبرونه

طالبانو ۱۴ تنه په دًور وهلي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې ۱۴ تنه په دٌرو وهلي دي.

د دغه محکمې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، پر ۱۴ کسانو خوست، پکتیا، کابل او پروان ولایتونو کې تعزیري احکام پلي شوي دي.

دوی زیاته کړې، دا کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او خرڅلاو، غلا او له کوره د تېښتې په تورونو محکوم شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو له مخې، په کابل او خوست کې ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور، په پروان کې یوه ښځه او یو سړی د کور څخه د تېښتې په تور او په پکتیا کې یو کس د غلا په تور محکوم شوي دي.