
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د منظم جنایتکارو ډلو لخوا چلول شوي دا اکاونټونه د بېلابېلو هېوادونو خلکو د دوکه کولو لپاره کارول کېدل.
نړۍ په کچه د پیغامرسونې مشهور اپلیکیشن واټساپ د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې د درغلیو او جعلکارۍ ۶ میلیونه او اته سوه زره اکاونټونه حذف کړل.
د میټا په وینا، دا جعلي اکاونټونه زیاتره د سویلختیځې اسیا هېوادونو، لکه میانمار، کمبوډیا او تایلنډ او یو شمېر نورو هېوادونو د درغلیو له مرکزونو سره تړاو درلود.
میټا د دې اعلان سره سم په واټساپ کې نوې امنیتي ځانګړتیاوې هم معرفي کړې، لکه کله چې یو نامعلوم کس یو کاروونکی په ګروپي چیټ کې شامل کړي، هغه ته به سمدستي یو الرټ نوټیفیکیشن ترلاسه کیږي.
کمپنۍ وايي، دا اقدامات د هغه مخ پر زیاتېدونکي جعل کارۍ د مخنیوي لپاره دی چې جعلکار واټساپ اکاونټونه یا هېک کوي یا په ګروپي چیټونو کې د جعلي پانګونې تبلیغ کوي.
میټا څرګنده کړه چې ځینو درغلیکوونکو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) وسیلو په کارولو سره د قربانیانو د دوکه کولو لپاره پیغامونه جوړ کړي.
د خبري اژانس د راپور له مخې، د سویلختیځې اسیا د څو هېوادونو چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د شکمنو پیغامونو په اړه محتاط واوسي او د خپلو واټساپ اکاونټونو د خوندیتوب لپاره د دوه-مرحلهیي تصدیق (Two-Step Verification) په څېر امنیتي ځانګړتیاوې فعالې کړي.