
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، چې د اسراییلو له خوا د غزې پر بېلا بېلو سیمو په تازه بریدونو کې شل فلسطیني وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي.
دا کسان د تېرې ورځې په اوږدو کې د اسراییلو د پوځ له خوا د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو په بریدونو کې وژل شوي دي.
نړیوالو رسنیو هم راپور ورکړی، چې نن د اسراییلو پوځ د غزې په شمالي برخه کې د “الاهلي” روغتون، چې په دې سیمه کې وروستی فعال روغتون دی، په دوو توغندیو بمبار کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسراییلو د توغندیز برید له امله د الاهلي روغتون د بیړني خدمتونو دوه برخې، د اکسیجن د ساتنې مرکز او نورې څانګې ویجاړې شوي دي.