افغانستانخبرونه

طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۲۸ نورو افغانان د خوشې کېدو خبر ورکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر پنځو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ‎ ۲۶۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.