افغانستانخبرونه

عبدالخالق معروف: د طالبانو مشر دې یا عمومي عفوه تطبیق کړي او یادې بېرته واخلي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار حصارک ولسوال عبدالخالق معروف وایي، د طالبانو مشر دې یاد عمومي عفوه تطبیق کړي او یادې بېرته خپل دغه فرمان واخلي.

هغه په ویډیو پیغام کې واضحه کړه نده، چې کوم ډول دسیسه ورته جوړیږي، خو زیاته کړې، د ننګرهار ولایتي ادارې او مشرانو زما عزت او ابرو وساتله، که دوی په وخت اقدام نه وو کړی یا به یې مړ کړی وم او یا به ګډوډي راغلي وه.

ښاغلي معروف وویل: (( نوره زما له توان خبره پورته ده، که په بدن کې مې یو څاڅکۍ وینې وي، هم زنداني کیږم نه، سبا به زما څخه بل کار شوي وي، دوی ما بدناموي، هغه خلک چې امارت بدناموي، محکمې ته یې وغواړئ، د یوه پښتون په شکل درته وایم، چې ما هم وغواړئ، چې زه هم درشم.))

عبدالخالق معروف وایي، افغانستان ته زما د ستنیدو په اړه زما د ملګرو خوښه نه وه، خو هغوی ته مې په ډاګه کړې، که زه ژوندی پاتې شوم، تاسې هم راشئ، کنه له بیا له راتګ ډډه وکړئ.

د جمهوري نظام دغه پخواني ولسوال وویل: (( څلور کاله کیږي، جلال اباد ښار کې کور لرم، همداسې پاتې دی، حصارک ولسوالۍ کې د پلار د نیکه جایدادونه دي، خاره پاتې شول، مینې مې ړنګې شوې، دومره امکانات نلرم، د ځان د حفاظت لپاره د ساتوونکو توان نلرم، خو د مجبوریت له مخې ساتم. ))

نوموړي د طالبانو مشر ته په خطاب کې ویلی، که زموږ ساتنه نشې کولی، د خپل فرمان د عفوې ساتنه وکړه، که د دې ساتنه هم نشې کولې، مهرباني وکړئ، ما داسې یو ملک ته ولیږئ، چې هغه ستاسې خوښ او ستاسې دوست وي، چې هلته ما بیا څوک بدنام نه کړي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د جمهوریت د وخت یو بل ولسوال غالب مجاهد هم د طالبانو د سختو پلټنو او تنګونو له امله په یو ویډیو پیغام کې د هغه د ژوند د ژغورنې غوښتنه کړې وه، خو ویل کیږي، نوموړی دا مهال کډوال شوی دی.