خبرونهنړۍ

په غزه کې د اسرائیلو تازه بمباري، د ۶ وروڼو په ګډون ۳۷ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه کې د اسرائیلو جنګي جنایتونه په دوام په وروستیو بریدونو کې د ۶ سکه وروڼو په ګډون ۳۷ فلسطینیان وژل شوي دي. 

د را پورونو له مخې؛ د غزې په دیر البلح سیمه کې ۶ سکه وروڼه، چې عمرونه یې د ۱۰ څخه تر ۳۴ کلونو پورې وو او د لوږو فلسطینیانو لپاره یې خوراکي توکي برابرول، د اسرائیلو د بمبارۍ له امله وژل شوي دي. 

د وژل شویو زامنو پلار زکي ابو مهدي ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې یې زامنو له اړمنو سره مرستې کولې او دوی هیڅ وسله نه درلوده. 

بل خوا، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې یو فلسطیني ماشوم د طبي مرستو د رسولو د خنډ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د را پورونو له مخې؛ پرون د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو د بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۳۷ فلسطینیان وژل شوي دي. 

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو په جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ زره ۹۴۴ فلسطینیان وژل شوي، خو د حکومت د رسنیو دفتر د وروستیو شمېرو له مخې دا شمېره له ۶۱ زره ۷۰۰ څخه زیاته ده، ځکه زرګونه کسان لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او مړه ګڼل کېږي.