
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان “نیشن” ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۲۴ – ۲۰۲۵ مالي کال په اته میاشتو کې د پاکستان څخه افغانستان ته صادرات، د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۸۴ سلنه زیات شوي دي.
دې ورځپاڼې د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو په حواله ویلي چې په دې موده کې د پاکستان د صادراتو ارزښت له ۵۹۲ میلیون ډالرو څخه زیات شوی، چې د تېر کال د جولای له میاشتې څخه د روان کال تر فبرورۍ پورې موده پکې شامله ده.
د دې راپور له مخې، د تېر کال په ورته موده کې د پاکستان ټول صادرات افغانستان ته ۳۲۱ میلیون ډالره وو.