
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر په لېدنه کې د افغان کډوالو سره په نامناسب چلند خواشیني ښودلې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په دې اړه خپل چلند بدل کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ويلي، د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست، عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او د ځینو ارګانونو له لوري له کډوالو سره په نامناسب چلند خپله خواشینې څرګنده کړې، روان ناسم چلند یې پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
تکل زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخيزې خبرې شوي.
پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو دوېیمه لړۍ پیل کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.