
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
توماس نیکلاسون وایي چې د افغانستان لپاره یې د اروپايي ټولنې د استازي په توګه خپله دنده پایته رسېدلې ده.
نیکلاسون په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي په توګه یې خپله دنده د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه پایته رسېدلې، او نور د افغانستان لپاره د دې ټولنې ځانګړی استازی نه دی.
هغه له ټولو افغان او بهرنیو همکارانو مننه کړې چې د دې دندې پرمهال یې ورسره همکاري کړې ده.
تر اوسه دا نه معلومه چې د توماس نیکلاسون پرځای به څوک د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د استازي په توګه وټاکل شي.
توماس نیکلاسون دا هم ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي او د افغانستان او نړیوالو شریکانو سره به همکاري کوي.
د ویلو ده چې نیکلاسون په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال دا دنده پیل کړې وه او د اسلامي امارت له راتګ سره په همدې دنده پاتې شو.