
کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
نیو عرب رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان یو تبعه په مکې ښار کې د هیرویینو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
سعودي عربستان، چې په اسلامي نړۍ کې یو له هغه هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د نشهيي توکو پر وړاندې سخت قوانین لري، د دغو توکو د قاچاق، تولید او وېش پر ضد تر ټولو شدیدې سزاوې عملي کوي، چې په ځینو مواردو کې یې جزا اعدام هم وي.
د دغه هېواد قوانین له مخې، که یو کس د نشهيي موادو د قاچاق، ساتلو یا وېش په تور ونیول شي او جرم یې ثابت شي، نو له ډېرې احتماله پرته له سختې قانوني تعقیب سره مخ کېږي.
راپور له مخې، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دغه افغان وګړی، بادشاه قل سلیماني د یکشنبې په ورځ اعدام شوی دی.
کورنیو چارو وزارت هغه د نشه يي توکو د قاچاق لپاره د “باډي پَکینګ” یا د بدن دننه د موادو وړلو طریقه کارولې وه.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د اعدام عملي کول د نشه يي توکو پر وړاندې د دغه هېواد کلک دریځ څرګندوي او سعودی عربستان به د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او ویشونکو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړي.
د بشري حقونو ځینې نړیوال سازمانونه د سعودي د اعدامونو پر کړنلارې نیوکې کوي، خو سعودي چارواکي وایي چې د دوی دغه سخت قوانین د ټولنې د سالم پاتې کېدو او د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره ضروري دي.