افغانستانخبرونه

طالبانو پغمان کې د یوه ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي ثابته کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو عدليې وزارت وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د “ملا عزت ښارګوټي” شاوخوا ۳۵۲ جریبه ځمکه د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې پر بنسټ دولتي تثبیت شوې ده.

عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادې محکمې د دغه ښارګوټي د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اسناد وڅېړل چې په پایله کې یې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

د “ملا عزت ښارګوټي” د ځمکې د څېړلو قضیه د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له لوري ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.