
کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي په سالنګ کې یې د نوي تونل جوړولو او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې چې، د نوي تونل د اېستلو، پخواني هغه د ترمیم، د سړک او ریل پټلۍ د رغولو، د نویو او پرمختللو ماشینریو په خریدارۍ هم خبرې شوي.
په دې ناسته کې د کابل لپاره د مسکو سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ته په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.
دغه وز ارت په عین حال کې ویلي، دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پر پراختیا ټېنګار کړی او په پام کې ده، چې د دې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له روسیې لېدنه وکړي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د سالنګ تونل وخت ناوخته د سختو طوفانونو له امله تړلې وي، چې دې حالت خلکو ته هم ستونزې جوړې کړې وي.