
کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د فرانسې دولس ډيپلوماټان په نښه کړي او ورته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې له یاد څخه ووځي.
یاد کسان په الجزایر کې د فرانسې د سفارت او قونسلګریو رسمي ډیپلوماتان دي، چې ویل کیږي، الجزایر دغه اقدام د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له لورې د الجزایر د یوه دیپلومات د نیول کېدو په غبرګون کې کړی.
د تېرې جمعې په ورځ د فرانسې څارنوال د الجزایر د کنسولګرۍ د یوه چارواکي په شمول د الجزایر درې اوسیدونکي د الجزایر د حکومت د یوه مخالف کس «امیر بوخرس» په تښتولو کې په لاس لرلو تورن کړ.
الجزایر د فرانسې دغه اقدام په خپلې واکمنۍ باندې تیری بللی وو.