افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۴۷ نور افغانان خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۱۴۷ نور افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ د پاکستان له زندانونو ازاد او نن (چهارشنبه) هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ۲۹۶ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.