
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو ځوان د وسلهوالو غلو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې غلو له دغه کس څخه موټر سایکل اخیستی دی.
د بلال احمد په نامه ځوان د خپل کور په دروازه کې داسې مهال وژل شوی چې نوموړی کور ته د ننوتلو په حال کې و. وسلوالو غلو ترې موټرسايکل وړی دی.
طالبانو ویلي چې تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي خو هڅه کوي چې د پېښې عاملین ونیول شي.
په وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو سربېره په پلازمېنه کابل او د طالبانو د واک په مرکز کندهار کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې خلک يې زيات انديښمن کړي.