
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
وروسته له هغې چې د المان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د ۲۶۰۰ افغانانو د لیږد ډاډ ورکړ، نن یې د لیږد رسمي لړۍ پیل شوه او په یوه چاتر شوي الوتکه کې لومړۍ ډله افغانان المان ته ولیږدول شول.
د المان خبري اژانس ډي پي اي د خبر له مخې؛ دغه الوتکه د المان دولت لخوا کرایه شوي وه او د اسلام څخه له یاد شمېر څخه لومړی ډله افغانان جرمني ته ولیږدول.
تمه کېږي دا الوتکه به نن ناوخته د آلمان په ختیځ د لایپزیگ ښار کې کښېني.
المان هېواد کې منل شوي دغه افغان مسافر به د لنډې مودې لپاره د آلمان په مرکز کې یوې کمپ ته یووړل شي او دوه اوونۍ وروسته به د فدرالي ایالتونو ترمنځ ووېشل شي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د احصایو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۶۰۰ زیانمنونکي افغانان په پاکستان کې د آلمان د منلو په تمه دي.