افغانستانخبرونه

د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس مشر تهران ته تللی او د وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي، چې د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د وروستیو تحولاتو او د اژانس له لوري له تهران سره د تخنیکي همکاریو او تعاملاتو په اړه خبرې شوې دي.

د وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عراقچي په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپل تخنیکي او مسلکي رول پرته له دې چې د ځینو اړخونو تر فشار لاندې راشي، ادا کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د اژانس عمومي رییس هیله څرګنده کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې تر هغې دوام ومومي، څو دواړه خواوې یو مطلوبې پایلې ته ورسېږي.