یونیسف: په غزه کښې هره ورځ ۲۷ ماشومان وژل کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ماشومانو لپاره د تر ټولو لوی نړیوال سازمان ویاند د نن پنجشنبې د غزې په تړانګه کې د روانو شرایطو په اړه بوږنوونکې احصایې وړاندې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
په فلسطین کې د یونیسف ویاند کاظم ابو خلف له الجزیرې سره په مرکه کې وویل: “په غزه کې وضعیت خطرناک دی او موږ د ګړنګ په غاړه یو.”
دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې د غزې پر تړانګې د یرغل د بیا پیلیدو په ۳۱مه ورځ، اسرائیلو په غزه کې یو نوی قتل عام وکړ چې له ۲۳ څخه زیات فلسطینیان یې ووژل.
نن سهار، د خان یونس په مواصي سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو د کډوالو په خیمو بمبارۍ کې د یوې کورنۍ د لسو غړو په ګډون له ۱۵ څخه ډیر فلسطینیان په اور کې سوځولي، چې په کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي.
د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په پروژه کې هم د کډوالو په یوي خیمي د اسراییلو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي، دغه راز یې د جبالیا په کمپ کې د کډوالو په یوه خیمه په یوه بل برید کې د یوې کورنۍ ۷ فلسطیني وګړي وژلي.
د یونیسف ویاند د اسراییلو د روانو جنایتونو له امله د غزې په تړانګه کې د روانو حالاتو په اړه وویل چې “د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د وژل شویو ماشومانو اوسط شمیر هره ورځ ۲۷ ته رسیدلی دی.”
ابوخلف په دوام کې له نړیوالو ټولنې وغوښتل چې غزې ته د مرستې د رسیدو د اجازتنامې ترلاسه کولو لپاره دې فشار واچوي او غزې ته د مرستې ننوتل باید د معاملې او چاڼه وهلو لپاره په یو اوزار بدل نه شي.
د یونیسف ویاند په دوام کې د غزې د جنګ په اړه د نویو احصائیو په وړاندې کولو سره وویل چې په غزه کې ۳۹ زره یتیم ماشومان موجود دي.
دغه راز د هغو کسانو شمیر چې له غزې تړانګې وتلو ته سخته اړتیا لري، ۱۶ زره تنه دی چې ۴ زره په کې ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو د جنګ وزیر یسرائیل کاټز پرون ټینګار وکړ چې اسرائیل به د غزې تړانګې ته د مرستې د لیږلو اجازه ور نه کړي او دا کار په حماس باندې د فشار لپاره یو اوزار ګڼي.
حماس هم د دغو څرګندونو په غبرګون کې هغه «په جنګي جنایت باندې عمومي اعتراف» وباله.
حماس له نړیوالې جزايي محکمې وغوښتل چې د نتانیاهو، کاټز او بن ګویر په شان «ترهګرو» په شمول د نیواکګرو مشران اشتهاري اعلان کړي او د هغوي د جنایتونو په اړه دې ترې پوښتنه وکړه.
د اسرائیلي اسیرانو کورنیو هم په دې خبرې سره چې د غزې لپاره د کاټز پلان تش یو توهم دی، ویلي چې د ټولو اسیرانو د آزادولو یوازنۍ حل لاره، موافقه ده حتی که قیمت یې د جنګ خاتمه هم وي.