
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک اداره وایي، کابل کې یې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره کړي.
د دغه ادارې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه سیالۍ نن ۵ شنبه په غازي سټيډیوم کې له اتو بهرنیو هېوادونو د ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ٤٢.١٩٥ کیلو متري واټن کې ترسره شوې.
په دغه اعلامیه کې د هېوادونو نومونه نه دي ښودل شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې د بهرنیو ۸ هېوادونو ۱۷ سیلانیان په کابل کې د ځغاستې سیالۍ کوي.