
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، له ایران څخه افغانستان ته د بندیانو د لیږد دویم پړاو نن پنجشنبه پیل شو.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: ایران کې یو شمېر افغان بندیان، چې د بېلابېلو تورونو له امله بنديان وو، د نیمروز ولایت په پل ابریشم پوله کې طالبانو ته وسپارل شول.
تر اوسه د دغه بندیانو د شمېر په اړه جزیات ندي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې له پاکستان څخه هم ګڼ شمېر بندیان خوشي او افغانستان ته لیږل کیږي.