خبرونهنړۍ

بنګلدېش پاکستان څخه زاړه حسابونه غوښتي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

بنګلدېش له پاکستان څخه غوښتي، چې د دغه هېواد په بهرنیو زیرمو کې د دوی ۴.۵۲ میلیارده ډالره زیرمه دې ورکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، دغه پیسې د بنګلدېش له خپلواکۍ مخکې د پاکستان په زیرمو کې ساتل شوې وې، چې اوس یې باید پاکستان بېرته ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان د پو ځ له لورې په ۱۹۷۱ کال کې په بنګلدېشي وګړو سخت ظلمونه او تیري شوي، چې اوس باید رسماٌ بخښنه هم وغواړي.

جاسم الدین د امینه بلوچ سره پرون په لیدنه کې ویلي، دغه مسایل نا حل شوي او باید په دقیق ډول وڅېړل شي.

دغه راز یې ویلي، د دوی په خاوره کې دا مهال ۳۲۴ زره پاکستانیان ژوند کوي، چې دلته د بیهاریانو په نوم مشهور دي او ټینګار یې کړی، چې دغه کسان دې هم خپل وطن ته ستانه کړای شي.