افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغانان را خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي او د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په جبري توګه د افغانان د راستنولو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې شاوخوا ۵۰ افغانان را باسلي دي.