خبرونهنړۍ

د پاکستان په بریدونو کې په جامو او کشمیر کې ۷۲ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ له خوا د هند تر کنټرول لاندې جامو او کشمیر په سیمه کې د ډزو په پایله کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۵۹ نور ټپیان شول.

هند پرون د پاکستان د بریدونو له امله د خپلو ۷ وګړو د وژل کېدو پخلی کړی و.

د هندي ورځپاڼې ټایمز آف انډیا د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې پخلی کړی چې «د وژل شویو او ټپیانو ډېری کسان د پونچ ښار وو، چې د کنټرول کرښې ته نږدې دی، هغه کرښه چې د دواړو هېوادونو تر کنټرول لاندې د شخړې وړ سیمې بېلوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې د پاکستان پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه خبر کړې او زیاته کړې یې ده چې هند د تاوتریخوالي په لټه کې نه دی، خو د پاکستان هر اقدام ته به قاطع ځواب ورکړي.