
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزير ويلي چې سياحتي شرکتونه د سياحتي ويزې په نوم د افغان ځوانانو لپاره په قاچاقي لارو د تګ زمینې برابروي.
عبدالمنان عمري په سياحتي شرکتونو په سختو نیوکو سره ویلي، دا شرکتونه د ځوانانو د اړتياوو څخه په ناوړه ګټې اخيستنې سره، هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او په يوه ډول په انساني قاچاق کې مرسته کوي.
عمري ويلي، ډېری هغه کسان چې د سيلانيانو په توګه ګاونډيو هېوادونو ته ځي، بيا هېڅکله افغانستان ته نه راګرځي.
طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په دې هېواد کې به د انسان د قاچاق پر وړاندې مبارزه کوي.