
کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د تېر کال د مارچ له ۱۸مې نېټې راهیسې، کله چې د اسرائیلو پوځ اوربند نقض او په غزه یې بریدونه پیل کړل، تر تر اوسه ۱۸۶۴ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۴۸۹۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي؛ “د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلو لخوا پر غزې د بریدونو له امله په ټولیز ډول تر اوسه ۵۱۲۴۰ تنه شهیدان او ۱۱۶۹۳۱ تنه نور ټپيان شوي.”
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې یو ځل بیا د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د خبرو اترو د پیل کېدو او اوربند د رامنځته کېدو هڅې پیل شوي.