
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کندهار ولایت چارواکي وایي، سږ کال له دغه ولایت څخه څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده.
په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا ویلي، سږ کال د ۶۲ زره او ۳۱۰ په اندزه وچه مېوه چې ډیره یې انځور او کشمش دي، له دغه ولایت څخه بهر ته صادره شوې ده.
هغه وایي، دغه مېوه د ۲۴۴ میلیونه او ۶۱۱ زره او ۴۰۶ ډالرو په ارزښت صادره شوې، چې ډېری یې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته لیږدول شوې ده.