افغانستانخبرونه

یوه افغانه د افغانستان د چارو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه ټاکلې شوې

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال

یوه افغان الاصله امریکایي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ له‌خوا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال، د افغانستان په چارو کې د مرستیالې په توګه ګومارل شوې ده.

ماري کبیر-سراج بیشاپینګ، چې ۳۳ کلنه ده او د افغانستان د پخواني پاچا عنایت‌الله خان له نسله ده.

مېرمن بیشاپینګ به په خپلې نوې دنده کې، د افغانستان په اړه د امریکا د سیاستونو مشري کوي او د سوېلي او منځنۍ اسیا د چارو ادارې په چوکاټ کې به د دغه ماموریت مسووله وي.

نوموړې په خپل لینکډین پاڼه کې لیکلي:«خوښه یم اعلان کړم، چې په خپلې نوې دنده کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او منځنۍ اسیا د چارو په اداره کې د مرستیال مرستیالې په توګه کار پیل کړ.»