
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، هغه ۳۵ مټرېک ټنه خوسا شوي کچالو چې له پاکستان څخه راوړل شوي وو، بېرته دغه هېواد ته مسترد شول.
مسوولین وايي، دا کچالو په تورخم کې د کرنې رياست د نباتي قرنطين مدیریت له لوري نيول شوي وو.
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست په خبرپاڼه کې راغلي د دغه ریاست د تورخم بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو ۳۵مټریک ټنه خوسا او خراب شوي کچالو/آلوګان چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل ونیول شو.
یاد ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې هېواد ته باکیفیته محصولات وارد کړي چې هېوادوال له روغتيايي او معیاري خوراکي توکو څخه ګټه واخلي.