
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ۳۹۷ افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
سرچېنې لیکلي، د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوالو خوشې شوي وو.