افغانستانخبرونه

طالبانو ختیځ زون کې ۳۳ مېله سپکې او درنې وسلې نیولي

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو دفاع وزارت وایي د ٢٠١ خالید بن ولید قول اردو منسوبینو له لوري ۳۳ ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو نیول شوو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، ام ۴، تفنګچې، نارنجک او راکټونه شامل دي.

سرچېنې لیکلي چې همدا راز په نیولو شویو مهماتو کې د مزايلو دوې دستګاوې، ۷ کړۍ لاسي بمونه ۶۴۰ فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي شي.