
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان رسنیو ویلي، چې له کندهار څخه کاناډا ته لیږدیدونکی سوداګریز کانټینر په کراچۍ کې نیول شوی، چې په کې دوه زره شپږ سوه کیلو اپین موندل شوی دی.
د دغه هېواد جنګ ورځپاڼې د پاکستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ادارې د ویاند له قوله لیکلي: د پاکستان کراچۍ بندر اړوند جنوبي اسیا ټرمینل کې د پلټنې پر مهال د افغان ټرانزیټ تجارت له لارې کاناډا ته د لېږل کېدونکي کانټینر څخه ۲۶۰۰ کلوګرامه اپین ونیول شول.
نوموړي زیاته کړې؛ په ټولیزه توګه د ۱۸۱۶ کارټنونو څخه ۲۶۰ کارټنونو کې اپین موندل شوی.
ویل کیږي، د کانټینر سامان په کندهار کې د افغان ګمرک چارواکو تصفیه کړی و چې کاناډا ته لېږل کېده.
د یادې قضیې په تړاو د پاکستاني پولیسو لخوا قضیه ثبت شوې، خو په تړاو یې د کوم کس د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.