افغانستانخبرونه

هیبت الله: د نړۍ مقاومت کوونکي د طالبانو څخه الهام اخیستی

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده وایي،  د افغانستان د خلکو لپاره هغه څه غواړي، چې د ځان لپاره یې خوښوي او زیاته یې کړې، چې د نړۍ مقاومت کوونکو د طالبانو څخه الهام اخیستی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نن د ثور په دوېیمه د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کندهار په پوهنتون کې د اسلامي کلتور د پیاوړتیا په موخه څلور ورځني جوړ شوي کنفرانس کې ملا هیبت الله اخوندزاده ګډون او وینا کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هبت‌الله ویلي چې د کافرانو له لوري له دې ډلې سره فزیکي جګړه پای ته رسېدلې او اوس یې تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې اوسمهال په نړۍ کې نسل‌وژنه روانه ده او هغه کسان چې مقاومت کوي، له طالبانو الهام اخلي.

همدا راز، طالبانو روښانه کړې چې په دې کنفرانس کې له ۲۶۰۰ زیاتو کسانو له هبت‌الله سره خپل بیعت تازه کړی دی.

هبت‌الله دا وینا په داسې حال کې په یوه علمي کنفرانس کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د دې ډلې مشر ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار کولو منع کړې دي.