کابل او الماتا کې ګډ سوداګریز مرکزونه جوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کابل او استانه ترمنځ د سیاسي او تجارتي اړیکو د پراخېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې.
نورالدین عزيزي ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي او افغانستان او قزاقستان هوکړه کړې چې په کابل او الماتا ښارونو کې ګډ تجارتي مرکزونه جوړ کړي.
د عزیزي په وینا، تېر کال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د تجارت کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان ژمن دی چې د دوه اړخیز تجارت حجم په کال کې درې میلیارده ډالرو ته ورسوي، ترڅو افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل شي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین هم وویل چې استانه چمتو ده په کابل کې د قزاقستان تجارتي مرکز جوړ کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه چې هېواد یې د یوه خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي او د دواړو لورو اړیکې، په ځانګړې توګه په اقتصادي او تجارتي برخو کې، ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.
هغه وویل چې قزاقستان چمتو دی له افغانستان سره د اورګاډي، ټرانسپورټ، لوژستیک، کرنې، ټکنالوژۍ، کانونو او روغتیا په برخو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې مرکز کې د افغان – قزاق ګډ نندارتون هم د افغانستان او قزاقستان له ۴۰۰ سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شو.
د دې نندارتون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکو پیاوړي کول بلل شوي دي.
دا نندارتون چې د څو ورځو لپاره به دوام وکړي، په کې د افغانستان او قزاقستان تولیدي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.