
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال دفتر د ځمکې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان لا هم د سیارې د درې اړخیزو بحرانونو له اغېزو کړېږي، چې په کې اقلیمي بدلونونه، د ژوندیو موجوداتو تنوع له لاسه ورکول او ککړتیا شامل دي.
افغانستان، چې کلونه یې جګړو او بشري بحرانونو ځپلی، د خپلو اقتصادي او چاپېریالي بنسټونو د کمزورتیا له امله، د اقلیمي بدلونونو په وړاندې یو له خورا زیانمنونکو هېوادونو څخه دی.
پرون ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په افغانستان کې د جګړې له امله رامنځته شوی چاپېریالي تخریب د بشري حقونو یو بحران بللی او د جګړې د ښکېلو اړخونو څخه یې د حساب ورکولو او زیانونو د جبران غوښتنه کړې وه.
هغه ټینګار کړی چې دا بحران باید د نړیوالې لومړیتوب په توګه وپېژندل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرش هم د ځمکې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې ټول هېوادونه دې تر روان کال پای پورې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره نوې ملي