
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د سند صوبې د جامشورو په تونګ سیمه کې د هندو زیارتوالو بس موټر له غره څخه د لوېدو پېښه کې ۹ تنه مړه او شل نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د ډان ورځپانې ویلي، چې پاکستاني پولیسو یاده پېښه تائید کړې او ویلي، چې ټول قربانیان د تونګ روغتون ته لیږدول شوي او د ۶ تنو نورو ټپیان هم نازک ښودل شوی.
پولیسو ویلي، دغه هندو مذهبې چې خپل زیارت ته د بلوچستان د دریجي سیمې څخه بدین ته روان وو، د موټر د بریک کار پرېښودو له امله یې موټر له غره څخه لاندې ولوید.