
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وايي چې په پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستانی پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې د پاکستان د طالبانو تحریک جنګیالیو په برید کې د پاکستان پوځ یو غړی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
له بلې خوا، د پنجاب ایالت په جنوب کې د وسلهوالو کسانو په برید کې دوه پاکستاني پولیس ووژل شول.
تر اوسه پاکستانی چارواکو د دغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.