
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې دوو ترافیکي پېښو له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ سالنګ اړوند سیمه کې یو ټیلر له سړک څخه وتلی او په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز تېره ورځ د سیدخیلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې هم د دوو موټرو ترمنځ ټکر شوی چې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.
طالبانو لیکلي چې د پېښې ټپيان یې روغتون ته لیږدولي دي.