افغانستانخبرونه

په نیمروز کې ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د نیمروز په ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ دفتر ویلي، ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور د خاشرود ولسوالۍ، د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې او د دې ولایت له عمومي لویې لارې سیمو څخه نیول شوي دي.

د مسوولانو په وینا، له دغو انساني قاچاقبرو سره دوه موټرې او څو موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.

د طالبانو د مشر د فرمان له مخې د انسانانو قاچاق منع اعلان شوی، خو بیکارۍ او په هېواد کې له وګړو سره سخت چلند خلک اړ کړي، چې قاچاقبران پیدا او له هېواده څخه وتښتي.

څو ورځې وړاندې هم په یاد ولایت کې د انساني قاچاقبرانو یوه ډله نیول شوې وه.