افغانستانخبرونه

پاکستان ۱۱۵ نور افغان بندیان ازاد کړي

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزات وایي، پاکستان ۱۱۵ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، ازاد کړي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه بندیان چې په بېلا بېلو بندخونو کې بندیان وو، د  خوشي کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي.

ویل کیږي، دغه افغانانو په سپین بولدک کې مرستې هم ترسره شوي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان له بند خونو څخه نږدې زر تنه بندیان ازاد او افغانستان ته را ستانه شوي دي.